د سي پیک منصوبې لاندې به ټول منځنۍ ایشیا هیوادونه یوبل سره وتړل شي: فواد چوهدري

د سي پیک منصوبه: فایل فوټو
باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فوادچوهدری په تاجکستان دوشنبه کښې رسنۍ سره په مرکه کښې ویلي دي چې د ازبکستان سره د سرک یو لوی منصوبې ترلاندې به کراچې او ګوادر د مزار شریف له لارې وصل شي.
چوهدری اوویل چې اول به د ریل ګاړي په ذریعه کراچې او ګوادر تاشقند ،دې نه پس دوشنبې او بیا به د ریل پټړۍ په ذریعه ازبکستان سره وتړل شی.
دوی اوویل چې د سي پیک په ذریعه به ټوله منځنۍ ایشیا سره وتړل شی خو ددې د کامیابۍ لپاره په افغانستان کښې امن ډیر زیات ضروري دې.
نوموړی اوویل چې د سي پیک منصوبې سره به ددې منطقې ټول نظام او منظر بدل شی، دوی اوویل چې نړې په دې کښې ډیره فایده ده چې طالبانو معاهده وکړي اوی دوی سره ښه تعلقات جوړ کړي.
چوهدري اوویل چې که افغانستان مو په لار کښې یواځې پریښودل نه دې نو دې نه به ستونزې او مشکلات پیدا شي.






