د اسلامی امارت او حقاني نیټ ورک هیڅ اختلاف نشته

ملا عبدالغني برادر :فایل فوټو
باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان پایه تخت کابل نه د این این آیی خبري ایجنسې یو چاپ شوي رپورټ کښې ویل شوي چې د افغانستان نایب وزیراعظم مولا عبدالغني برادر وایی چې زما د زخمی کیدو خبر دروغ دې.
د رپورټ مطابق ملابرادر وایی چې د امارت اسلامی افغانستان او حقاني نیټ ورک ترمینځ هیڅ اختلاف نشته او مونږ ټول ورونړه یو.
یاده دې وی چې څو ورځې وړاندې په رسنیو داسې خبرونه خپاره شو چې په صدارتی محل کښې د امارت اسلامی او حقاني ګروپ ترمینځ په څه اختلاف ډزې شوي او ملا برادر پکښې ټپي شوې ، خو دا ملابرادردا خبر ورکړې چې دا د دروغو پروپیګنډه ده.
مولا برادر وایی چې ددوی ترمینځ ښه تعلقات دي او ددوی اړیکې د یو خاندان ترمینځ د اړیکو نه هم ډیرې ښې دي.
یاده دې وي چې څو ورځې وړاندې د ملا عبدالغني برادر نامه د دنیا په ۱۰۰ سلو بااثره کسانو کښې شامله شوې ده .





