په بهرني هیوادونو کښې افغان سفیرانو ته ستونزې رامخې ته شوي

0
283

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان پایه تخت کابل نه د این این آیی خبري ایجنسۍ د چاپ شوي یو رپورت مطابق د نړې په هیوادونو کښې د افغانستان سفیرانو ته مشکلات راپیښ شوي دي.

د رپورټ مطابق په کینیډا، جاپان ، جرمني سره سره په اته ۸ هیوادونو کښې افغان سفیرانو دې هیوادونه ته اپیل کړې دوی له دې سیاسي پناه ورکړي.
د سفیرانو وینا ده چې د مشن جاري ساتلو لپاره دوی سره روپۍ هم ختمې شوی دي او د دوی خاندان ته خطره هم راپیښه ده.
د نوم نه څرګندولو په شرط یو شمیر سفیرانو د بهرني هیوادونو نه غوښتنه کړې چې دوی ته سیاسي پناه ورکړي.
د رپورټ مطابق د افغانستان یو شمیر سفیرانو تراوسه د امارت اسلامی افغانستان سرپرست حکومت تسلیم کړې هم نه دې او دوی د افغانستان ته د واپسې نه هم انکار کړې دي.

Leave a reply