بولټن؛ د نړۍ یو شمېر هېوادو کې مو کودتاوو کې لاس درلود، امریکا کې مو اجازه ورنکړه 

0
136

بولټن؛ د نړۍ یو شمېر هېوادو کې مو کودتاوو کې لاس درلود، امریکا کې مو اجازه ورنکړه 

چین، روسیې، ترکیې وینزویلا او یو شمېر نورو هېوادونو د نورو په کورنیو چارو کې د امریکا د لاسوهنو په اړه خپلو تجربو ته اشارې کړې دي او ویلي یې دي چې امریکا به بلاخره د خپلو کړنو سزا ویني.

 

(2022 / 7 / 14   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټن ویلي چې متحده ایالات تل د نورې نړۍ په هېوادونو کې خونړۍ کودتاګانې تنظیموي.

نوموړي په خپلو تازه څرګندونو کې زیاته کړې ده چې امریکا په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې په نورو هېوادونو کې د کودتاګانو په تنظیم کې کافي تجربه لري. د نوموړي دې اعتراف د نړۍ په کچه غبرګونونه را پارولي دي.

چین، روسیې، ترکیې وینزویلا او یو شمېر نورو هېوادونو د نورو په کورنیو چارو کې د امریکا د لاسوهنو په اړه خپلو تجربو ته اشارې کړې دي او ویلي یې دي چې امریکا به بلاخره د خپلو کړنو سزا ویني.

Leave a reply