په منځني ختیځ کښې به د اسرایلو انضمام ته نوره هم وده ورکړو: امریکا

0
152

باغی ټي وي رپورټ
د امریکا ولسمشر جوبایډن منځني ختیځ ته د خپل سفر په لومړي پړاو کې اسراییل ته رسېدلی دی.

اسراییلو ته په رسیدو سره د امریکا ولسمشر وویل چې امریکا به په منځني ختیځ کې د اسراییلو انضمام ته نوره هم وده ورکړي او دا چې د امریکا اداره ژمنه ده چې د امریکا او اسراییلو اړیکې لا پیاوړې کړي.

د امریکا ولسمشر به د جمعې په ورځ په لویدیځه غاړه کې د فلسطین له ولسمشر محمود عباس سره هم وګوري.

له اسرائیلو وروسته به د امریکا ولسمشر د جمعې په ورځ نیغ په نیغه سعودي عربستان ته سفر وکړي، دا د امریکا د ولسمشر په توګه منځني ختیځ ته د بایډن لومړی سفر دی.
د فري پریس په ویب پانړه دې اې پي یو راپورمطابق جو بایډن د چهارشنبه په ورځ د ولسمشر په توګه مینځني ختیځ ته خپل لومړی سفر د متحده ایالاتو او اسراییلو ترمینځ د “هډوکي ژور” اړیکې په اعلانولو سره پیل کړ او ژمنه یې وکړه چې د دواړو هیوادونو ترمینځ اقتصادي اړیکې پیاوړې کړي.

Leave a reply