د نړۍ ۳۰ هېوادونه چې رسمي ملي کرنسۍ نه لري

Mosaic collection of currencies from around the world. In the full frame image one can find among others Indian rupee, Chinese yuan, Japanese yen, US dollar, Thai baht, Singapore dollar, Brazilian real, European euro and Mexican peso. The paper money is mixed and the image is full frame.
ښايي زموږ ډېرو لپاره د رسمي ملي کرنسۍ لرل د يو مشخص بيرغ او ملي ژبې په څېر ارزښت لرونکې وي. خو په نړۍ کې ډېر داسې هېوادونه شته چې رسمي ملي کرنسۍ نه لري او مجبوره دي چې د نورو هېوادونو د رسمي کرنسيو څخه ګټه پورته کړي. د بېلګې په توګه، د انګلستان پوند، د امريکا ډالر او يا هم د اروپا يورو. په دې ليکنه کې به تاسو ته د نړۍ هغه ۳۰ هېوادونه دروپېژنو چې رسمي ملي کرنسۍ نه لري.
هغه هېوادونه چې د امريکا د ډالرو څخه ګټه پورته کوي:
دمګړی په نړۍ کې د امريکا ډالر ترټولو ډېر کارول کېږي. د نړۍ ډېری هېوادونه ډالر د يو معتبرې او با ارزښتې پيسې په بڼه کاروي. کوم هېوادونه چې لاندې لست شوي دي، هغه هېوادونه دي چې دوی خپله رسمي ملي کرنسۍ نه لري او د ډالرو څخه ګټه پورته کوي. دا هېوادونه د خپل ځانونو لپاره مالي مديريت، سيستم او کنټرول نه لري او د دوی ټول پولي سياستونه د ډالرو د سياست پورې تړاو لري.
۳۰ هېوادونه چې رسمي ملي کرنسۍ نه لري:
۱. اکوادور
۲. تیمور شرقي
۳. السالواډور
۴. د مارشال جزاير
۵. میکرونزي
۶. پالائو
۷. تورکس
۸. کایکوس
۹. د ويرجين جزاير
۱۰. زیمباوه
هغه هېوادونه چې د اروپا له يورو څخه ګټه پورته کوي:
يورو د اروپايي اتحاديې رسمي کرنسۍ ګڼل کېږي چې د اروپايي هېوادونو سربېره، د دې هېوادونو ځيني ګاونډيان يې هم کاروي.
۱۱. اندورا
۱۲.موناکو
۱۳. مونټه نګرو
۱۴. سن مارینو
۱۵ واتیکان
هغه هېوادونه چې د سي اف اې فرانک څخه ګټه پورته کوي:
د سي اف اې فرانک د افريقا د لويې وچې د ځينو سيمو رسمي کرنسۍ ګڼل کېږي چې د فرانسې د خزانه دارۍ له لوري يې ضمانت کېږي. دغه کرنسۍ په کال ۱۹۴۵ کې رامنځ ته شوه. د سي اف اې د فرانک څخه ګټه اخېستونکي هېوادونه په لويديځې افريقا او مرکزي افريقا وېشل شوي.
د لويديځې افريقا هغه هېوادونه چې سي اف اې فرانک کاروي:
۱۶. بنین، بورکینافاسو
۱۸. د عاج ساحل
۱۹.ګینه بیسائو
۲۰.مالي
۲۱. نیجر
۲۲.سنګال
۲۳. توګو
د مرکزي افريقا هغه هېوادونه چې د سي اف اې فرانک کاروي:
۲۴. کامرون
۲۵.مرکزي افريقا
۲۶.چاد
۲۷.کنګو
۲۸.استوايي ګينه
۲۹. ګابون
هغه هېواد چې د انګلستان له پوند څخه ګټه پورته کوي:
۳۰. سکاټلند
سکاټلند هغه هېواد دی چې د بريتانيا له پوند څخه ګټه پورته کوي. په ۲۰۱۴ کال کې د انګلستان څخه د سکاټلند د بېلوالي يا خپلواکۍ لپاره يوه عمومي نظر پوښتنه ترسره شوه چې ۵۰ سلنه منفي وه او دا غوره وګڼل شوه چې سکاټلنډ د بريتانيا د يوې برخې په توګه پاتې شي. د سکاټلند ملي رسمي کرنسۍ هم د انګلستان هېواد پوند ګڼل کېږي.
ژباړه: محمد عزيز پردېس





