پۀ کندهار او هلمند کې ۳ سوه نور کسان پر کولرا ناروغي اخته سوي دي

پۀ کندهار او هلمند کې ۳ سوه نور کسان پر کولرا ناروغي اخته سوي دي
د سیمې اوسېدونکي د یادې ناروغۍ د پراختیا مخنیوي لپاره له حکومت څخه د مرستې غوښتنه کوي. د يادونې ده چې دوه مياشتې مخکې په زابل کې هم د ورته ناروغي له امله يو شمېر خلکو خپل ژوند بایللی و.
(2022 / 7 / 13 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
سیمه ییزو روغتیایي چارواکو ویلي چې په کندهار او هلمند ولایتونو کې په یوه ورځ کې پر کولرا اخته ۳۰۰ کسان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
که څه هم د دې ناروغۍ له امله د مړو شویو کسانو په اړه تر اوسه رسمي شمېرې نشته خو د هلمند د باغران ولسوالۍ اوسيدونکي وايي، چې تر دې مهاله لږ تر لږه شل کسانو خپل ژوند بایللی دی. د لوي اختر په لومړۍ ورځ د هلمند په باغران او د کندهار په ګشاه وليکوټ ولسوالیو کې يو شمېر کسان، چې ښځې او ماشومان هم په کې شته د نس ناستې پر ناروغۍ اخته شوي دي.
اړوند موضوعات:
هلمند کې کولرا ناروغۍ ۱۵ کسه وژلي دي
د سیمې اوسېدونکي د یادې ناروغۍ د پراختیا مخنیوي لپاره له حکومت څخه د مرستې غوښتنه کوي. د يادونې ده چې دوه مياشتې مخکې په زابل کې هم د ورته ناروغي له امله يو شمېر خلکو خپل ژوند بایللی و.





