د امریکا په لومړې میرمن نیوکه، امریکایی جنرال د څوکۍ لرې کړې شو
باغی ټي وي رپورټ
د متحده ایالاتو متقاعد جنرال د متحده ایالاتو د لومړۍ میرمنې جیل بایډن باندې د نیوکې ټویټ کولو له امله د مشاور په توګه له دندې څخه ګوښه کړې شوې دې.
د متحده ایالاتو درې ستوري متقاعد جنرال ګاري ویلسکي د فعالو وظیفو افسرانو د سلاکار په توګه دنده ترسره کوله.
د راپورونو له مخې، د لومړۍ مېرمن جيل بایډن په اړه د هغه په ټولنیزو رسنیو اکاونټ کې انتقادي تبصره شوې وه چې له مله ی ده خپله څوکۍ له لاسه ورکړه.
متحده ایالاتو د اردو ویاند سمدستي د ریټایرډ جنرال د څوکۍ څخه لرې کولو لامل نه دې ښودلې.
جيل بايډن د اسقاط حمل په اړه د سترې محکمې د پرېکړې په اړه څرګندونې وکړې، چې د امريکا د يوه متقاعد جنرال له خوا پرې په خپل ټویټ کښې نيوکه شوې وه، چې وروسته بیا هغه ټویټ حذف کړې شوې وو.