د کابو یو کال پډ تېرېدو؛ امریکا لۀ افغانستان څخه د خپلو ځواکونو څرنګوالی ارزوي

د کابو یو کال پډ تېرېدو؛ امریکا لۀ افغانستان څخه د خپلو ځواکونو څرنګوالی ارزوي
امریکا له افغانستان څخه د ځواکونو تر وتلو وروسته په سیمه کې د یوې ستراتیژيکې او پیاوړې اډې د جوړولو په لټه کې ده او دغه راز ژمنه یې کړې ده چې دوی په خوندي توګه له افغانستان څخه د هغو کسانو ایستلو ته هم ژمن دي چې په دغه هېواد کې یې ژوند له ګواښ سره مخ دی او دوی ورسره د د همکاري وعده کړې ده.
(2022 / 7 / 11 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
امریکایي چارواکي وایي، له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو یو کلن کېدو سره غواړي چې له دغه هېواده د امریکایي او نورو بهرنیو ځواکونو د وتلو څرنګوالی بیا وارزوي.
اینبيسي نیوز راپور ورکړی دی چې د امریکا د ملي امنیت شورا په یو ټلیفوني تماس کې له دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو څخه غوښتنه کړې ده چې د ترسره شویو تېروتنو د تکرار مخنیوي لپاره باید له افغانستان څخه د ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي بیا غور وکړي.
د بایډن امنیتي مشاورین غواړي چې یو ځل بیا پر هغه موضوع تمرکز وکړي چې د بایډن اداره یې د خلکو له سختو نیوکو سره مخ کړې ده.
امریکایي چارواکي وایي چې د دفاع وزارت او بهرنیو چارو وزارت ترسره شوې ارزونه به د اطلاعاتو په توګه طبقه بندي کېږي او ښایي په علني ډول کانګرس ته واستول شي.