د هېواد پنځو ولايتونو کې سېلابونو شپږ کسان مړه کړي او لس ټپيان دي

د هېواد پنځو ولايتونو کې سېلابونو شپږ کسان مړه کړي او لس ټپيان دي
طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت په يوې خبرپاڼه کې ويلي، د هېواد په پنځو ولایتونو کې د بارانونو له امله سېلابونه راوتلي چې ګڼ ځاني او مالي زیانونه يې اړولي دي.
(2022 / 7 / 11 نېټه باغي ټلویزیون )
بشپړ راپور
طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت په يوې خبرپاڼه کې ويلي، د هېواد په پنځو ولایتونو کې د بارانونو له امله سېلابونه راوتلي چې ګڼ ځاني او مالي زیانونه يې اړولي دي.
دغه وزارت نن دوشنبه ویلي چې په غزني، پکتیا، لغمان، میدان وردګ او لوګر ولایتونو کې د سېلابونو له امله شپږ کسان مړه او ۱۰ ټپیان شوي دي.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت په خبرپاڼه کې همداراز راغلي چې په یادو ولایتونو کې ۴۰۰ کورونه په بشپړه توګه نړېدلي او ۱۵۰۰ زیانمن شوي دي.
خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغو ولایتونو کې سېلاب ځپلو ته د مرستو رسولو لړۍ پيل شوې ده.




