د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي د افغانانو لپاره د ښۀ اختر هیله کړې 

0
231

په دې پیغام کې پوتزل، چې د یوناما سرپرست مشر هم دی ویلي، چې ملګري ملتونه د سوکاله راتلونکې، ثبات او تلپاتې سولې د ترلاسه کېدو په هڅو کې د افغانانو د ملاتړ او همکارۍ ژمنه کوي.

(2022 / 7 / 8   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال مارکس پوتزل د افغانانو لپاره له سولې او مینې د ډک اختر هیله کړې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتو مرستندویه پلاوي د اختر په مناسبت د پوتزل پيغام د خواله رسنیو له لارې خپور کړی دی.

Leave a reply