عبدالله عبدالله په کابل کې د يوناما له سياسي مرستيال سره وليدل

0
44

د افغانستان د ملي پخلاينې عالي شورا پخواني رئيس ډاکتر عبدالله عبدالله نن په کابل کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازولۍ (یوناما) له سیاسي مرستیال مارکوس پوټزل سره ليدلي دي.

ډاکتر عبدالله په خپلې ټوېټر پاڼې ليکلي چې، دواړو لوریو په دې ناسته کې د هېواد په وروستي وضعیت، د افغانانو لپاره په بشري مرستو او په دې برخه کې د یوناما په ونډې بحث او د نظر تبادله کړې ده.

د يادونې وړ ده چې مارکس پوټزل تازه په تازه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارې (یوناما) د سیاسي مرستیال په توګه ټاکل شوی دی.

نوموړی تازه کابل ته تللی دی. د يوناما لخوا په يوې خپرې شوې خبرپاڼه کې پوټزل ويلي چې په اوسني نازک حالت کې د افغانانو لپاره کار کولو ته ژمن دی.

Leave a reply