راشد خان یو ځل بیا خپله وړتیا وښوده

0
121

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې تکړه لوبغاړي او نړیوال ستوري راشد خان یو ځل بیا خپله وړتیا نندارې ته وړاندې کړه.

راشد خان چې دمګړی د انګلستان په ويټالټي بلاست کرکټ سیالیو کې بوخت دی، تېره شپه یې په زړه پورې لوبه وکړه.

خان چې د یاد لیګ ساکس اس سي سي لوبډلې لپاره لوبېږي، د تېرې ورځې لوبه کې یې په څلورو اورونو کې یوازې ۲۴ منډې ورکړې او ۲ مهمې وېکټې یې ترلاسه کړې.

راشد نه یوازې په توپ اچونه کې بلکې په توپ وهنه کې هم ښه وځلېده. هغه د همدې لوبې په بلې پاڼۍ کې په ۱۲ توپونو باندې ۲۵ چټکې منډې وکړې او خپله لوبډله یې بریا ته ورسوله.

د انګلستان په ويټالټي بلاست سياليو کې د راشد خان ترڅنګ درې نور افغان لوبغاړي، نوين الحق، ظاهر خان او قيس احمد هم لوبېږي.

هېره دې نه وي چې تمه د افغانستان کرکټ غوره ليګ يا شپږيزه سيالۍ هم په روانې ميلادې مياشت کې په کابل کې پيل شي. په دغه ليګ ۸ لوبډلې شاملي دي چې د مخکښو افغان لوبغاړو ترڅنګ به پکې کورني تکړه لوبغاړي هم ولوبېږي.

Leave a reply