سويډن او فنلنډ به نن رسماً له ناټو سره يوځای شي

سويډن او فنلنډ هغه دوه اروپايي هېوادونه دي چې وروسته له يو لړ مذاکراتو څخه به نن په په رسمي توګه له ناټو سازمان سره يوځای شي او د دغه سازمان غړیتوب به ترلاسه کړي.
دغو دواړو هېوادونو د مې په ۱۸مه د ناټو سازمان د غړيتوب لپاره وړانديزونه کړي ؤ، خو دا چې ترکيې په دې برخه کې مخالفت لره، د غړيتوب چارې يې لږې ټکنۍ شوې.
تازه په تازه ترکيې له ناټو سره د دغه دوو اروپايي هېوادونو له يوځای کېدو سره موافقه وکړه.
ناټو، د شمالي اتلانتیک تړون ټولنه چې د شمالي اتلانتیک د ائتلاف په نامه هم یادیږي، د حکومتونو ترمنځ یو پوځي ائتلاف دی چې دېرش غړي لري، اته ویشت يې اروپایي او دوه یې د شمالي امریکا هېوادونه دي. د دویمې نړیوالې جګړې له پایته رسېدو سره سم رامنځته شو، یاد سازمان د شمالي اتلانتیک تړون چې د ۱۹۴۹ ز کال د اپرېل میاشتې په ۴مه لاسلیک شو، پلی کوي.
ناټو د ټولیز امنیت له یو سیستم څخه جوړ دی، چې د یادې ټولنې غړي خپلواک دولتونه د هر بهرني لوري د برید پر وړاندې د ځوابي دفاع لپاره موافق دي. یاده ټولنه د سړې جګړې په بهیر کې د شوروي اتحاد لخوا د شته ګواښونو په ځواب کې رامنځته شوه.
دغه ائتلاف د سړې جګړې تر پایه پورې په خپل ځای پاتې شو او په بالکان منځني ختیځ، سویلې آسیا او افریقا کې په پوځي عملیاتو کې ښکېل شو. د ناټو مرکزي اداره د بلجیم هېواد په پلازمېنه بروکسېل ښار کې موقعیت لري، په داسې حال کې چې د ائتلاف د عملیاتي فرمانونو مرکزي اداره د بلجیم هېواد مونس ښار ته څېرمه موقعیت لري.






