کابل کې ۱۴ تنه انسان تښتوونکي نیول شوي

0
96

د افغانستان ا.ا د استخباراتو ریاست وايي چې د کابل په دشت برچي کې یې د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې ۱۴ تنه انسان تښتوونکي او غله نیولي دي.

یاد ریاست په یوې خبرپانه کې ویلي چې د کابل ښار دشت برچي سیمه کې د وسلوالو غلو او انسان تښتوونکو هغې ډلې باندې ځانګړي عملیات ترسره کړل چې د ا.ا.ا له نامه او دولتي وسايطو څخه په استفادې به یې وسلوالې غلاوې کولې.

‎خبرپاڼه زیاتوي چې د یادو عملیاتو په پایله کې د احسان الله په نوم هغه کس د دوی له منګولو وژغورل شو چې ۱۷ورځې وړاندې یې له یادې سیمې څخه تښتولی ؤ.

‎‏د ا.ا.ا د استخباراتو ریاست زیاتوي چې د ژغورنې د یادو عملیاتو په پایله کې دوه تنه انسان تښتوونکي چې په مقاومت یې لاس پورې کړ ووژل شول او ۱۴تنه نور ژوندي ونیول شول.

‎‏د خبرپاڼې له مخې په دغه عملیاتو کې له غلو سره پنځه لکه هغه امریکایي ډالر چې څه موده مخکې یې له یو ملي سوداګر څخه تښتولي ؤ، ونیول شول.

یاد ریاست همداراز زیاتوي چې ځواکونو یې په هرات کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د فرزاد په نامه یو هلک د انسان تښتوونکي له منګولو ژغورلی او انسان تښتوونکی هم نیول شوی دی.

Leave a reply