ډنمارک کې وسله وال بريد؛ ګڼ شمېر ټپيان شوي

د ډنمارک پلازمېنې کپنهاک په يو سوداګريز مرکز کې د يو وسله وال بريد له امله څو تنه ټپيان شوي دي.
لا تر دې دمه د پېښه په اړه نور جزئيات نشته، خو په لسهاوو پوليسو د پېښې ځای ته تللې لارې تړلي دي.
سيمه ييزو رسنيو ځيني تصویرونه خپاره کړي چې پکې خلک د پېښې له ځايه د تېښتې هڅه کې دي.
د ډنمارک پولیس د دې په اړه جزئيات نه وايي چې پېښه د چا لخوا شوې او څومره وګړي ټپيان شوي دي.
پوليس خلکو ته لارښوونه کوي چې په يو مارکېټ کې دننه پاتې شي او د دوی لارښوونو ته دې په تمه شي.
د کپنهاګ ښاروال په يوه ټوېټ کې ويلي چې: د ويشتل شويو په اړه بوږنووکي راپورونه راغلي. موږ تر اوسه پورې نه پوهېږو څومره کسان ټپيان شوي او يا مړه شوي دي.






