د بانکي بندیزونو له وجهې ملکي صادرات ودریدلي: د قندهار سوداګر

0
101

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان قندهار ولایت نه داسې رپورټونه په رسنیو خپاره شوي چې ددې ولایت سوداګر وایی چې د بانکي بندیزونو له وجهې ملکی صادارت او واردات په ټپه ولاړ دي.
د قندهار سوداګرو غوښتنه کړې چې افغانستان نه دې تجارتي بندیزونه لرې کړې شي، بانکونه دې ټول پرانستل شي چې دوی وکولې شي چې خپل د صادراتو او وارداتو تجارت بیا پیل کړي.
یاده دې وی چې نن په تورخم کښې هم سوداګرو رسنیو ته ویلي دي چې په افغانستان کښې دې تجارتي بندیزونه لرې کړې شي او بانکونه دې ټول پرانستل شي چې تجارت بیا پیل شي.
د بانکونو او نور تجارتي بندیزونو له وجهې سوداګر د سختو ستونز او مالي زیان سره مخ دي او غوښته ی کړي چې طالبان دې ددې ستونزو هوارولو لپاره ګامونه پورته کړي.

Leave a reply