د ګروپ رڼا ته ويده کېدل، خطر لري

0
34

د سپوټنيک د راپور په اساس  کومې څېړنې چې د ډاکتر الکسانډر کالينکين د روسيې د ام ګ او پوهنتون د زړه، مغز او اعصابو برخې استاد لخوا ترسره شوي دي، ښيي چې؛ هغه کسان چې په بشپړه تياره کې نه ويده کېږي، په هغوی کې د زړه او عروقو ناروغۍ پيدا کېږي.

په اوسني عصر کې ډېری څېړنې ښيي چې د ډېرې روښنايۍ او خوب ترمنځ ژوره اړيکه شتون لري. په لويو ښارونو کې دغه ستونزه د ښاریانو لپاره ډېره وي. قلبي او عروقي ناروغۍ دغې موضوع سره نېغه اړيکه لري.

د روسي پوهانو په قول، نور د ملاتونينو د توليد اصلي تنظيموونکی ګڼل کېږي، چې د وجود سلولونو ته سيګنال ورکوي چې شپه رارسېدلې ده. هر سلول خپل وخت ته په کتو سره کار کوي. د ځينو سلولونو دوره يي ماهيت ۲۴ ساعته دی او ملاتونين د دغه چرخې د تنظيم لپاره فرمان صادروي. که تاسو د شپې په موده کې په تياره کې ويده نشئ نو ملاتونين نشئ کولی لازم دستور د خوب لپاره ستاسو مغز ته ورسوي.

مخکې له دې په خبرونو کې راغلي و چې د څېړونکو يو شمېر څېړنې ښيي چې، انسان د خوب پر مهال د ورځې يا ويښتيا خاطرې چې د ياولو وړ نه وي، بياکتنه کوي او هغه تلپاتې او نه هېرېدونکې خاطرې تنظيموي.

په همدې موخه يې د ځينو داوطلبانو څخه وغوښتل چې د انځورونو ټولګه خاطرې ته وسپاري. وروسته يې د خوب پرمهال د هغوی د مغزونو د فعاليت اندازه ګيري وکړه او په دې وتوانېدل چې د انځورونو اړوند اثار او فعاليت ومومي.

د څېړنو په جريان کې دا مشخصه شوه چې د خوب پرمهال د داوطلبانو مغز هر انځور بياځلې ياد ته راولي او هغه انځورونو ته بياکتنه هم وکړي چې د ويښتيا پرمهال يې ياد ته نه راځي. د دې څېړنو په اساس، د خوب پر مهال د يو انځور فعالېدل، په ويښتيا کې د هغې په ياد راتلل تضمينوي.

Leave a reply