افغان زده کوونکي دې د پاکستان سفارت سره اړیکه ټینګه کړي

0
68

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان په پایه تخت کابل کښې د پاکستان سفارت نه یوه مراسله جاري شوي ، په مراسله کښې لیکل شوې چې افغان زده کوونکې دې د پاکستان سفارت ته لاړ شي او هلته نه دې اسناد ترلاس کړي.

د پاکستان سفارت ټویټر پانړې مطابق ، هغه افغان زده کوونکې چې د پاکستان په کالجونو او پوهنتون کښې ی داخله اخستې، کولې شي چې په کابل کښې سفارتخانې ته ورشي او اسناد ترلاسه کړي.
د پاکستان سفارت په دې مراسله کښې لیکي چې افغان زده کوونکې دې خپل ځانونه رجسټر کړي چې ددوی لپاره په بارډر سهولت ورکړې شي چې پاکستان ته داخل شي او خپل زده کړې جاري وساتي.
یاده دې وي چې تیرکال په شان سږکال هم د پاکستان علامه اقبال سکالرشپ ترلاندې په زرګونو شمیر کښې افغان زده کوونکو ته د پاکستان په مختلفو کالجونو کښې داخله ورکړې شوه، په ګنړ شمیر کښې افغان زده کوونکې پاکستان ته راداخل شوي او خپلې زده کړې ی پیل کړي دي.

رسنیو سره په خبرو کښې دې افغان زده کوونکو د پاکستان حکومت او هاییر ایجوکیشن کمیشن ستاینه کړې چې په پاکستان کښې ی ورته د لوړې زده کړو حاصلولو لپاره موقع په لاس ورکړه.
په مراسله کښې دا هم لیکل شوي چې پاکستان به په راتلونکي وخت کښې هم افغان زده کوونکو ته موقعې ورکوي چې دوی په پاکستان کښې زده کړې وکړي.

Leave a reply