د تورخم پر پوله وژل شوی کس افغان نۀ، بلکې یو ذهني ناروغ پاکستانی ؤ

د تورخم پر پوله وژل شوی کس افغان نۀ، بلکې یو ذهني ناروغ پاکستانی ؤ
د يادونې وړ ده، چې د سهار تر پېښې سمدستي وروسته پر ټولنيزو رسنيو داسې خبرونه خپاره شول، چې ګواکې دغه کس افغان دى او پرته له اجازې يې د پولې په اوږدو کې ځان وژنه کړې وه، چې په اړه يې احتجاج هم ثبت شوى و.
(2022 / 7 / 2 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د تورخم پولې ته څېرمه د یو کس وژنه د خلکو د تشویشونه لامل شوه، لومړیو کې داسې ګونګوسې وې، چې دغه کس د تورخم پولې ته نیږدې چې هڅه یې کوله پۀ غیر قانوني ډول پاکستان خاورې ته داخل شي وژل شوی؛ خو وروسته د باغي ټلویزیون د خبریال پر مرسته جووته شوه چې یاد کس د ضلع خیبر ځایي اوسېدونکی دی او د لارۍ موټر لۀ ټیرونه لاندې شوی او وژل شوی دی.