ننګرهار کې د يو لاسي بم بريد په پايله کې د مدرسې ۱۰ زده کوونکي ټپيان شول

0
124

ننګرهار کې د يو لاسي بم بريد په پايله کې د مدرسې ۱۰ زده کوونکي ټپيان شوي دي

د ننګرهار ولايت د روداتو ولسوالۍ په يوې دينې مدرسه کې د لاسي بم بريد له امله د مدرسې ۱۰ زده کوونکي ټپيان شوي دي. د ننګرهار د پوليسو وياند عبدالصبور زابلي په وينا، دغه بريد نن سهار (شنبه، د چنګاښ ۱۱مه) د نامالومه وسله والو لخوا د ياد ولايت روداتو ولسوالۍ د شهبازخېلو کلي اړوند د (عثمان ذالنورين) پر مدرسې شوی دی.

په پېښه کې د ټپي شويو زده کوونکو د روغتيايي حالت د څرنګوالي په اړه لا تر دې دمه معلومات نشته او لا تر اوسه پورې چا د دې پېښې مسؤليت هم نه دی منلی.

Leave a reply