مسکو لۀ امریکا غوښتي چې سوریه کې خپل غیر قانوني حضور ختم کړي   

0
152

مسکو لۀ امریکا غوښتي چې سوریه کې خپل غیر قانوني حضور ختم کړي 

په همدې حال کې د روسیې دفاع وزارت هم پر امریکا غږ کړی دی چې د بحرانونو له رامنځته کولو دې لاس واخلي ځکه چې نور د سولې په لټه کې دي. یاد وزارت هم له واشنګټن څخه غوښتي چې له سوریې څخه ووځي.

 

(2022 / 6 / 30    نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

ملګرو ملتونو کې د روسیې د دایمي استازي مرستیال وایي چې په سوریه کې روان وضعیت له ترهګرو سره د امریکا د اړیکو جوړولو د هڅو په نتیجه کې رامنځته شوی دی.

روسیه الیوم راپور ورکړی دی چې دیمیتري پولیانسکي د ملګرو ملتونو یوې غونډې ته په خبرو کې ویلي چې روسیه له سوریې څخه د غیرقانوني بهرنیو عسکرو وتل او د دغه هېواد پر خاوره د راکټي بریدونو درېدل په دغه هېواد کې د ټولو ستونزو حل بولي.

هغه زیاته کړې ده چې امریکا په غیر قانوني توګه په سوریه کې حضور لري او په ښکاره توګه د خلکو په سوله ییز ژوند کې مداخله کوي.

په همدې حال کې د روسیې دفاع وزارت هم پر امریکا غږ کړی دی چې د بحرانونو له رامنځته کولو دې لاس واخلي ځکه چې نور د سولې په لټه کې دي. یاد وزارت هم له واشنګټن څخه غوښتي چې له سوریې څخه ووځي.

Leave a reply