عمران خان د هیواد ټوله توشه خانه خوړلې ده: طلال چوهدري

0
96

باغي ټي وي رپورټ
د مسلم ليګ ن مشر طلال چوهدري په پیو بیان کښې په پخواني وزیراعظم عمران خان نيوکه کړې او ويلي يې دي چې عمران خان ټوله توشه خانه خوړلې ده.

په خپل ردعمل کې طلال چوهدري وويل عمران خان د توشه خانې په مقدمه کې د حقايقو پټولو لپاره ولس ته دروغ وويل.

طلال چوهدري وئيلي دي چي د عمران خان لخوا ملک ته شوي زیان د ترميم لپاره به قانوني کاروائي کولي شي۔

ياده دې وي چې د پخواني وزيراعظم عمران خان يو بل توشه خانه سکینډل هم مخې ته راغلی دی.

د هغو ساعتونو سربیره چې مخکې په رسنیو کې راپور شوي وو، عمران خان درې نور ساعتونه وپلورل او د خپل حکومت له قانوني بدلونونو څخه په ګټې اخیستنې یې د ساعتونو ارزښت ټیټ کړو او د دې ټیټ ارزښت څخه 20٪ یې ملي خزانې کې جمع کړل.
د اتحادي ګوندونو مشرانو او په ملک کښې نور د مدني ټولنو نمایندګان په پخواني وزیراعظم عمران خان سختې نیوکې کوي او وایی چې که یو د انصاف چیغه وهونکي ګوند مشر ملي خزانې سره دا کار کوي او خپل ذاتي مقصد او مالي ګټې لپاره ی کاروي نو دا خو بیا ددې انصاف پارټۍ خپل هیواد او قومي خزانې سره بې انصافي ،ظلم او ټوقې دي او بیان دې عمران خان هم د انصاف چیغې سورې نه وهي.
نور خبرونه

عمران خان د توشه خانې درې ساعتونو په پلورلو ۳۶ ميليونه روپۍ ګټلې دي.

Leave a reply