د پاکستان د ټاکنو کمیشن د سندهه وزیراعلی د سرغړونې په وجه راغوښتې دې

0
189

باغی ټي وي رپورټ
اليکشن کميشن د ضابطه اخلاق خلاف ورزي په تور د سنده اعلی وزير مراد علي شاه ته نوټس هم استولې دې۔

د اليکشن کميشن په وينا، د جون په ۲۱ مه په لاڑکانه کې په غونډه کې د سندهـ وزيراعلي ګډون او خطاب د قوانينو سرغړونه وه.

اليکشن کميشن حکم ورکړے دے چې مراد علي شاه دې د جون په 28مه نيټه په اليکشن کميشن لاڑکانه کښې په ذاتي توګه حاضر شي او يا دې د هغه وکيل راشي.

اليکشن کميشن ډپټي کمشنر ته وزيراعلي ته نوټس استولو هم هدايات کړي دي۔

ياده دي وي چي اليکشن کميشن د پيپلز پارټئ چيئرمين بلاول بهټو زرداري ته هم د ضابطه اخلاق خلاف ورزي په تور په 28م جون اليکشن کميشن ته د حاضريدو حکم ورکړے دے۔
د یادونې ده چې دې څخه وړاندې د پاکستان ډ ټاکنو کمیشن شاه محمود قریشي ته هم نوټس استولې وو چې په کمیشن د تورونو ثبوتونه دې مونږ ته وړاندې کړي، شاه محمود قریشي د ټاکنو په کمیشن د ناباورې تور لګولې وو او ویلي وو چې دوی مو باور نه شته دې.

Leave a reply