سمنګان ولایت کې د ټرافیکي پېښې لۀ امله پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اووښتې ده

0
163

د سمنګانو ولایت  سیمه ییز مسؤلین وایي د دغه ولایت په مربوطاتو کې د کابل ـ بلخ د لویې لارې پر سر د یو سراچه ډوله موټر د ترافیکي پېښې له امله یو تن مړ شوی او څلور کسان ټپیان شوي دي.

(2022 / 6 / 27   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

سمنګان کې د ترافیکي پېښې له امله یو تن مړ شوی او څلور کسان ټپیان شوي دي.
د سمنګانو ولایت  سیمه ییز مسؤلین وایي د دغه ولایت په مربوطاتو کې د کابل ـ بلخ د لویې لارې پر سر د یو سراچه ډوله موټر د ترافیکي پېښې له امله یو تن مړ شوی او څلور کسان ټپیان شوي دي.
د سرچینو په وینا دغه پېښه تیره ورځ د دغه ولایت په «قچین» سیمه کې رامنځته شوې ده.
د مسؤلینو په وینا د پېښې ټپيان روغتون ته انتقال شوي او تر درملنې لاندې دي.

Leave a reply