امریکا اوکراین ته د توغندیو پرمخ تللی سیستم پیري

امریکا اوکراین ته د توغندیو پرمخ تللی سیستم پیري
سرچینې ویلي چې متحده ایالات به ښایي روانه اوونۍ کې اعلان وکړي چې د اوکراین لپاره د توغندیو داسې پرمختللی سیستم پېري چې د لنډ او منځني واټن توغندیو د دفاع وړتیا ولري. دا خبرې یوې باوري سرچینې رویټرز اژانس ته کړې دي.
(2022 / 6 / 27 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
یوې باوري سرچینې رسنیو ته ویلي چې امریکا د اوکراین لپاره د توغندیو د دفاع پرمختللی سیسټم پېري.
سرچینې ویلي چې متحده ایالات به ښایي روانه اوونۍ کې اعلان وکړي چې د اوکراین لپاره د توغندیو داسې پرمختللی سیستم پېري چې د لنډ او منځني واټن توغندیو د دفاع وړتیا ولري. دا خبرې یوې باوري سرچینې رویټرز اژانس ته کړې دي.
د سرچینې په خبره، واشنګټن ښایي د اوکراین لپاره د نویو امنیتي همکاریو اعلان وکړي چې د توپونو مهمات او د توپونو ضد رادارونه پکې شامل دي.
امریکا او اوکراین تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي خو وړاندې تر دې ولسمشر جوبایډن د اوکراین په ملاتړ ټینګار کړی دی او د هر ډول همکاریو ټټر یې ډبولی دی.





