افغانستان کښې ویجاړونکي زلزلې، اسلامي امارت د افغانستان شتمنیو افغانستان ته د ورکولو غوښتنه کړې

0
149

باغی ټي وي رپورټ
په افغانستان کښې په ۲۲ جون د ویجاړونکې زلزلې له امله ځایی اولس ته سخت ځانی او مالي زیان رسیدلې دې، په داسې وخت کښې د افغانستان اسلام امارت د دغه هیواد کنګل شوې شتمنۍ افغانستان ته د ورکولو غوښتنه کړې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي یو بهرني خبري اژانس ته ویلي چې اسلامي امارت افغانانو ته د دوی اساسي حقونه ورکول غواړي.ویاند ویلي چې د بندیزونو په لرې کولو او د افغانانو د شتمنیو څخه بندیز په لرې کولو سره باید افغانانو ته د ژوند کولو حق ورکړل شي او د افغانستان مالي اثاثې باید افغانستان ته ورکړل شي چې د افغان اولس خپل حق دې.

د ويلو ده چې د جون د ٢١مې او ٢٢مې نېټې تر منځ په افغانستان کې د ۶.۱ درجې زلزلې له امله تر ١٠٠٠ زيات کسان وژل شوي، تر ٢٠٠٠ زيات ټپيان او په زرګونو نور بې کوره شوي دي.
پاکستان په دې سخت وخت کښې افغان زلزله ځپلي اولس سره مرستې پیل کړي دي، په سرحیدي سیمو کښې ی میډیکل ټیمونه ګمارلي دي چې د ټپي شوو افغانانو درملنه وکړي، د افغانستان لپاره د پاکستان وزیراعظم ځانګړې استازې محمد صادق مطابق د پاکستان د ډاکټرانو یو ټیم په خوست هوایی ډګر کښې یو کیمپ لګولې او پاکستاني ډاکټران شپه او ورځ د افغان زلزله ځپلي اولس سره په مرستو کې بوخت دي.

Leave a reply