سندهه صوبه کښې کورونا کیسونه پرله پسې په زیاتیدو دي

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان په سندهه صوبه کښې د کورونا مثبتو پېښو کچه په پرله پسې ډول مخ پر زياتېدو ده او په صوبه کې تر ټولو لوړه کچه په کراچۍ کې ثبت شوې ده.
د عامې روغتیا وزارت د ویاند په وینا، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په سندهه کې د کورونا د مثبتو پېښو کچه ۷.۶۴ سلنه وه، په داسې حال کې چې په کراچۍ کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ۹۴۹ ټېسټونه شوي چې له دې جملې څخه ۲۰۶ کسان د کورونا وایرس مثبت ټېسټونه شوي دي. او شرح 21.71 سلنه وه
د روغتیا ریاست د معلوماتو له مخې، په حیدراباد کې د کرونا ۴۷ معاینات ترسره شوي، چې له دې جملې څخه ۴ کسانو په دغه ویروس اخته موندل شوي او په دې توګه په ښار کې دا کچه ۸.۵ سلنه ده.
بل اړخ ته په اسلام اباد کې د کرونا کچه ۳.۴۵ سلنه، پېښور کې ۳، لاهور ۲.۸۲ سلنه، راولپنډۍ ۱.۶۴ سلنه، ګجرات ۱.۸۲ سلنه او مردان کې ۸.۷۷ سلنه ده .
دا خبره مهمه ده چې تیر کال هم په پاکستان کښې د کورونا کیسونه او د کورونا وبا په وجه د هیواد اقتصادي او د اولس په ژوند ډیر بده اغیزه کړې وه ، د ملک په اقتصاد ی هم ډیر بد متاثر کړې وو.
وس چې په ملک کښې او په ځانګړي توګه په سندهه کښې د کورونا مثبتې پیښې زیاتې شوي نو له امله ی ځایی خلق اندیښمن شوي دي.






