د امریکا سنا مجلس پر وسلو د کنټرول طرحه تصویب کړه 

0
78

   د امریکا سنا مجلس پر وسلو د کنټرول طرحه تصویب کړه 

پر وسلو د محدودیت فعالان او ډېری دیموکراتان هم غواړي چې په امریکا کې دې د عامو خلکو لخوا د وسلو کارولو په تړاو لا ډېر سخت قوانین پلي شي.

دا طرحه وروسته له هغې منل کېږي چې تېره میاشت د امریکا د نیویارک ایالت په بفلو سیمه او د ټېکزاز ایالت په یوه ښوونځي کې ۳۱ کسان په ډزو وژل شوي وو.

(2022 / 6 / 25   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

د امریکا سنا جرګې پر وسلو د کنټرول هغه طرحه ومنله چې په تېرو څو لسیزو کې په دې تړاو لومړنۍ تر ټولو مهمه طرحه ګڼل کېږي.

د دې طرحې له مخې پر ځوانانو د وسلو پلورونکي باید ډېر دقت وکړي او په اړه یې لا ډېر مالومات ټول کړي. دا طرحه همدا راز ایالتي حکومتونه هڅوي چې له هغو خلکو وسلې واخلي چې ګواښ پېښولی شي.

په یوه کم سارې سیاسي هڅه کې ۱۵ جمهوریپالو دیموکراتانو سره لاس یو کړ چې پر مټ یې دغه طرحه سنا جرګې کې ومنل شوه.

دا طرحه باید د امریکا د استازو جرګه هم ومني او بیا به د امریکا د ولسمشر جو بایډن له لاسلیک وروسته رسمآ په قانون واوړي.

Leave a reply