چین پر نړۍواله ټولنه غږ کړی چې افغانستان سره مرستې ډېرې کړي   

0
153

چین پر نړۍواله ټولنه غږ کړی چې افغانستان سره مرستې ډېرې کړي 

نوموړي وويل، چې افغانستان لا هم د سولې او پرمختګ اوږده لاره په مخ کې لري او نړيواله ټولنه بايد افغانان هېر نه کړي او ډېرې مرستې دې ورسره وکړي.

 

(2022 / 6 / 25  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي جانګ جون د جون په ٢٣مه نېټه د افغان مسئلې په اړه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په علنۍ غونډه کې وويل، چې په افغانستان کې وضعيت د تېر کال له اګست راهيسې په عمومي توګه ارام شوی او تاوتريخجنې شخړې پکې د پام وړ کمې شوې دي، خو بشري ستونزې يې ډېرې شوي او اقتصاد یې له سختو ننګونو سره مخ دی.

نوموړي وويل، چې افغانستان لا هم د سولې او پرمختګ اوږده لاره په مخ کې لري او نړيواله ټولنه بايد افغانان هېر نه کړي او ډېرې مرستې دې ورسره وکړي.

جانګ جون وويل:لومړی، نړيواله ټولنه باید له افغانستان سره رغنده تماسونه ولري او د خپلواکې او اغیزمنې ملي حکومتولۍ په ترلاسه کولو کې دې د افغانستان ملاتړ وکړي.

دوهم، نړيواله ټولنه بايد افغانستان ته لا زياتې پانګې او سرچينې برابرې کړي، تر څو افغانان له اقتصادي ستونزو څخه خلاص شي.

درېيم، نړيواله ټولنه بايد د افغانستان په اړه مناسبه پالیسي پلې کړي او د افغانستان له سالم پرمختګ څخه دې ملاتړ وکړي.

جانګ جون وويل، چين د افغانستان دوست ګاونډی دی او د دغه هېواد د سوله ييز او باثباته پرمختګ ملاتړ ته ژمن دی.

Leave a reply