د ایران عدالت تور لګولې دې چې د ایران اتومي ساینسدانان امریکا او اسرایل وژلي دي

امریکا دې زمونږ د اتومي ساینسدانانو د وژلو په بدله کښې مونږ ته تاوان راکړي: د ایران غوښتنه

باغی ټي وي رپورټ
ایران د خپلو اتومي ساینس پوهانو د وژلو په خاطر له امریکا څخه د ۴۴ میلیاردو ډالرو د تاوان غوښتنه کړې ده.

د فرانسې خبري اژانس (AFP) د راپور له مخې، د ایران یوې محکمې د پنجشنبې په ورځ امر وکړ چې متحده ایالاتو د هغو اټومي ساینس پوهانو کورنیو ته چې په وروستیو کلونو کې وژل شوي دي، د 4 4 ملیارد ډالرو څخه زیات تاوان ورکړي.

د سیمه ایزو رسنیو په وینا، ایران متحده ایالات او اسراییل دواړه تورن کړي چې مهم شخصیتونه په نښه کوي چې په دې وژنو کښې د 2020 کال د نومبر په میاشت کې د ایران د اټومي پروګرام بنسټ ایښودونکي محسن فخرزاده وژنه هم په دې کښې شامله ده.
دولتي خبري اژانس وايي، د ایران یوې محکمې د پنجشنبې په ورځ حکم وکړ چې د جنایي تحقیقاتو او د اسرائیلي چارواکو له څرګندونو څخه څرګنده شوه چې د اسرائیلو حکومت ایراني ساینسپوهان وژلي دي.

محکمې زیاته کړه چې متحده ایالات په مستقیم او غیر مستقیم ډول د اسراییلو ملاتړ کوي، او دا چې متحده ایالات د ټولو اقداماتو مسولیت لري، په شمول د ایراني اټومي ساینس پوهانو په وړاندې د تروریستي عملونو سره مرسته کول.
د ایران محکمې حکم کړی چې په شکمنو کسانو کې د امریکا حکومت، پخواني ولسمشران بارک اوباما او ډونالډ ټرمپ او د امریکا نور لوړپوړي چارواکي هم شامل دي.

د یادونې وړ ده چې د ۲۰۲۰ کال په نومبر میاشت کې ایراني اټومي ساینس پوه محسن فخرزاده له تهران بهر په یوه موټر برید کې ووژل شو چې ایران یې پړه پر اسرائیلو واچوله.
پر دې سربېره په ۲۰۱۰ کال کې پر دوو نورو ایراني اتومي ساینس پوهانو ماجد شهریاري او فریدون عباسي هم برید وشو، چې مجید شهریاري یې ووژل او فریدون یې ټپي کړ.

تمه کیږي چې د پنجشنبې په ورځ د ایران د یوې محکمې حکم د تهران او لویدیځ ترمنځ کړکیچ لا پسې زیات کړي ځکه چې د ایران او د نړۍ د قدرتونو ترمنځ د ۲۰۱۵ کال د اټمي موافقې په اړه خبرې د ځنډ ښکار شوي دي.