د تحریک طالبان سره د خبرو پټو ساتلو په حق کښې نه یو: عرفان صدیقي

ټي ټي پی سره خبرې تیر حکومت کښې پیل شوې وې: عرفان صدیقي

باغي ټي وي رپورټ
د مسلم ليګ (ن) سينيټر عرفان صديقي وئيلي دي چې کالعدم تحريک طالبان پاکستان سره مذاکرات په دوه نيمو مياشتو کښې نه وو شروع شوي ولې دا خبرې د تېر حکومت په دوران کښې شروع شوې وې۔

عرفان صدیقي وویل چې مونږ نه پوهیږو چې دا خبرې څنګه پیل شوې، د چا تر منځ کیږي، دا خبرې په کور دننه کیږي که په بهرنیو هیوادونو کښ؟ هغه اوویل چې مونږ هیڅ معلومات نه درلودل، اوس شیان او معامله صفا ده.
عرفان صدیقي زیاته کړه چې له ټي ټي پي سره هم خبرې د نواز شریف په دوره کې شوي چې زه یې برخه وم، د دې خبرو اعلان په قومي اسمبلۍ کې د نواز شریف له خوا شوی وو.د دغو خبرو د غړو هیلې روښانه وې، نواز شریف ددې خبرو په اړه د عمران خان کور ته ورغلی وو. موږ د ټي ټي پي سره د خبرو د پټ ساتلو په حق کې نه یو او نه هم دا زمونږ پالیسي ده.