ا.ا. پکتیکا کې د پیر نیول خپل سري ګڼلې ده

0
67

ا.ا. پکتیکا کې د پیر نیول خپل سري ګڼلې ده

مجاهد څرګنده کړې ده دا چې څو تنه خپلسري کسان د ټولنې معروف خلک نیسي، سپکاوی او توهین یې کوي، عسکونه او ویډیوګانې ترې اخلي، دا پخپله جرم او جنایت دی چې ډیر ژر به تر حساب لاندې ونیول شي.

 

(2022  / 6 / 23  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغانستان ا.ا مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد په پکتیکا ولایت کې د امنیتي ځواکونو لخوا د ابراهیم اغا نیول کېدو ته په اشارې لیکلي، چې د څو تنو خپلسرو لخوا د ټولنې د پېژندل شویو څېرو نیول کېدل او بیا یې عکسونه او ویډیوګانې خپرول پخپله یو جرم دی او په وینا یې دوی به دا مسئله تر څیړنې لاندې ونیسي.

هغه پر خپل ټویټر لیکلي دي چې ا.ا په خپله یو مسوول نظام دی چې قضایي او عدلي ارګانونه لري. د نوموړي په وینا، هر جرم او جنایت باید له خپلو قانوني لارو څخه وڅېړل شي.

مجاهد څرګنده کړې ده دا چې څو تنه خپلسري کسان د ټولنې معروف خلک نیسي، سپکاوی او توهین یې کوي، عسکونه او ویډیوګانې ترې اخلي، دا پخپله جرم او جنایت دی چې ډیر ژر به تر حساب لاندې ونیول شي.

ابراهیم اغا څو ورځې وړاندې د پکتیکا او غزني ولایتونو لرې پرتو سیمو ته تللی وو چې د پیر په نوم یې خلکو درناوي ته صفونه جوړ کړي وو چې په ټولنیزو رسنیو کې یې د خلکو مختلف غبرګونونه له ځان سره لرل.

نوموړی په وروستیو کې د ا.ا د امنیتي ځواکونو لخوا نیول شوی او د پوښتنو ګروېږنو پر مهال ځینې ویډیوګانې اخیستل شوې دي.

Leave a reply