د امرالله صالح له کوره ترلاسه شوي میلیونونه ډالر «د افغانستان بانک» ته وسپارل شول

0
57

د افغانستان بانک» وايي چې د پخواني حکومت د لومړي مرستیال امرالله صالح او یو شمېر نورو چارواکو له ځایونو څخه ترلاسه شوي نغدي میلیونونه ډالر دغه بانک ته سپارل شوي دي.

درې ورځې وړاندې د پنجشیر ولایت امنیتي ځواکونو د یوې ویدیو په خپرولو سره ویلي ول چې د چاڼیزو عملیاتو په لړ کې د امرالله صالح له کوره شپږ نیم میلیون ډالر او د سرو زرو ۱۸ خښتې ترلاسه کړي دي.

نن د افغانستان بانک د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل چې د امر الله صالح په شمول د پخواني حکومت د چارواکو له ځایونو ترلاسه شوي دولس میلیونه درې سوه اته شپيته زر ډالر د دغه بانک خزانې ته سپارل شوي دي.

حکومتي چارواکو د افغانستان بانک ته د یادو نغدو پیسو د سپارلو پر مهال یادونه وکړه چې دوی په هره برخه کې روڼتیا ته ژمن دي او له همدې کبله یې د یادو چارواکو نغدې پیسې د افغانستان بانک خزانې ته سپارلې دي.

دوی ویلي چې دوی ته تر اوسه په دې اړه معلومات نشته دی چې امرالله صالح او نورو چارواکو دومره زیاتې پیسې د کومو لارو ترلاسه کړې وې او ولې يې ساتلې وې.

دا په داسې حال کې چې په پخواني ولسمشر محمد اشرف غني هم تور دی چې د کابل څخه د وتلو پر مهال یې لسګونه میلیونه ډالر له ځان سره وړي دي.

د امریکا د جمهوري غوښتونکو استازو ادعا کړې وه چې اشرف غني له افغانستان د وتلو پر مهال له ځان سره ۱۶۹ میلیونه ډالر ليږدولي دي.

په خپله اشرف غني دغه تورونه رد کړي او ويلي يې دي چې دى تيار دى چې د خپل ځان او خپلو نيږدې ملګرو د شتمينو د ملګرو ملتونو يا نورو ازادو ادارو تر څارنې لاندې حساب ورکړي.

Leave a reply