د افغانستان بانک وايي د پخوانیو دولتي چارواکو له کورو ترلاسه شوئ پیسې ورته وسپارل شوې

د افغانستان بانک وايي د پخوانیو دولتي چارواکو له کورو ترلاسه شوې پیسې ورته وسپارل شوې
د افغانستان بانک وايي چې د پخوانیو دولتي چارواکو له کورو چې ۱۲.۳ میلیونه ډالر ترلاسه شوي ؤ، رسماً دوی ته وسپارل شول.
(2021 / 9 / 15 نېټه باغي ټلویزیون)
د افغانستان بانک وايي چې د پخوانیو دولتي چارواکو له کورو چې ۱۲.۳ میلیونه ډالر ترلاسه شوي ؤ، رسماً دوی ته وسپارل شول.
دوی ویلي چې دغو پیسو کې ۶.۵ میلونه ډالر د امرالله صالح له کوره او نور د نورو دولتي چارواکو له کورو څخه تر لاسه شوي دي.
تر دې وړاندې روسي رسنیو خبر ورکړی ؤ چې پخواني ولسمشر له ځان سره ۱۶۹ میلیونه ډالر وړي دي؛ خو هغه دغه تورونه رد کړي ؤ.






