روسیې لېتوانیا ته د وارېداتي توکو پر لېږد تر بندیزو وروسته سخت غبرګون ښودلی   

0
43

روسیې لېتوانیا ته د وارېداتي توکو پر لېږد تر بندیزو وروسته سخت غبرګون ښودلی

د روسيې يوه لوړپوړي نظامي چارواکي ويلي چې مسکو به له دښمنۍ ډک دغه اقدام ته ځواب ووايي. په ورته مهال د لېتوانيا چارواکو بيا ويلي، دوی يوازې پر هغو بنديزونو عمل کړی چې اروپايي اتحاديې پر اوکراين د يرغل له کبله پر مسکو لګولي دي.

 

(2022 / 6  / 23  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

ليواتنيا د روسيې کاليننګراډ سيمې ته د وارداتي توکو د لېږد مخه نيولې او روسيې د دې کار د بدو عواقبو خبرداری ورکړی دی.

د روسيې يوه لوړپوړي نظامي چارواکي ويلي چې مسکو به له دښمنۍ ډک دغه اقدام ته ځواب ووايي. په ورته مهال د لېتوانيا چارواکو بيا ويلي، دوی يوازې پر هغو بنديزونو عمل کړی چې اروپايي اتحاديې پر اوکراين د يرغل له کبله پر مسکو لګولي دي.

په بنديزونو کې د ډبرو سکاره، فلزات، ودانيز او ټکنالوژيکي توکي شامل دي. کاليننګراد د روسيې مهه ستراتيژيکه سيمه ده چې له مرکزي سيمو لرې د پولنډ او ليتوانيا پولو ته نږدې پرته ده.

په بالتيک سمندر کې د روسيې د سمندري ځواکونو قومنداني هم په همدې سيمه کې پرته ده. کاليننګراد نږدې يو ميليون نفوس لري او ورځنی ژوند يې تر ډيره له اروپايي ټولنې پر وارداتو روان دی.

د کاليننګراد والي ويلي چې که له اروپا د توکو لېږد پرې بند شي نو د خلکو ژوند به له ستونزو سره مخ شي. ليتوانيا د ناټو غړی او د دفاع لپاره د ياد سازمان پر ټولو شرایطو برابر دی.

Leave a reply