د چمن-سپین بولدک پر لار تلونکي مسافر وایي چې له سختو ستونزو سره مخ دي
د چمن-سپین بولدک پر لار تلونکي مسافر وایي چې له سختو ستونزو سره مخ دي
دوی له افغان حکومت غواړي چې په دروازو او تګ راتګ کې شته ستونزې لرې کړل شي، ځکه ډېری وخت پر دې لارو کورنۍ او ناروغان تګ راتګ کوي چې دغه ډول خنډونه یې ژوند له ګواښ سره مخ کولی شي.
(2022 / 6 / 22 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د چمن-سپین بولدک پر لار تلونکي مسافر وایي چې له سختو ستونزو سره مخ دي.
د راپورونو له مخې په وروستیو کې د سپین بولدک پر دروازه پاکستاني لوري خنډونه ډېر کړي دي او له امله یې افغان وګړي له سختو ستونزو سره مخ دي.
مسافر وايي چې د کندهار او چمن خلک په تذکرو یوې او بلې خوا تلی راتلی شي خو بل چا ته د تګ راتګ اجازه نه ورکول کېږي چې ډېر وخت آن ناروغانو او کورنیو ته هم د تګ راتګ پر مهال ستونزې جوړوي.
مسافر وايي چې د نورو ولایتونو وګړو ته په وېزه اجازه ورکول کېږي خو ډېر وخت آن د ویزې لرونکو کسانو ته هم د تګ راتګ اجازه نه وي.
دوی له افغان حکومت غواړي چې په دروازو او تګ راتګ کې شته ستونزې لرې کړل شي، ځکه ډېری وخت پر دې لارو کورنۍ او ناروغان تګ راتګ کوي چې دغه ډول خنډونه یې ژوند له ګواښ سره مخ کولی شي.