رئیس الوزرا د زلزله ځپلو لپاره بېړنۍ غونډه کې یو میلیارد افغانۍ مرسته منظوره کړه

رئیس الوزرا د زلزله ځپلو لپاره بېړنۍ غونډه کې یو میلیارد افغانۍ مرسته منظوره کړه
په دې غونډه کې رییس الوزرا له زیانمنو کورنیو سره د ژورې همدردۍ او تسلیت څرګندولو ترڅنګ، زیانمنو ته د رسیدګي لپاره د یو میلیارد افغانیو نغدي مرستې منظوري ورکړې ده.
(2022 / 6 / 22 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان ا.ا رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند په پکتیکا او خوست ولایتونو کې له زلزله ځپلو سره یو میلیارد افغانۍ نغدي مرسته منظور کړې ده.
په دې غونډه کې رییس الوزرا له زیانمنو کورنیو سره د ژورې همدردۍ او تسلیت څرګندولو ترڅنګ، زیانمنو ته د رسیدګي لپاره د یو میلیارد افغانیو نغدي مرستې منظوري ورکړې ده.
نوموړي د ا.ا لوړ پوړي پلاوي ته دنده سپارلې ده چې زیانمنې شوې سیمې له نږدې وګوري او د قربانیانو له کورنیو سره همدردي او خواخوږي وکړي.
هغه دغه راز د ا.ا مسوولینو ته لارښوونه کړې ده چې د ټپیانو د درملنې او د یو میلیارد افغانیو نغدي او نورو مرستو د وېش په اړه دې هم بېړنی اقدام وکړي.





