خیبر پښتونخوا کښې د کانګو وایرس کیسونه مخې ته راغلي

باغی ټي وي رپورټ
د پېښور په حيات اباد ميډيکل کمپلکس کې په څلورو ناروغانو کې د کانګو ويروس تصديق شوی دی.
د پيښور حيات آباد ميډيکل کمپليکس ته د مختلفو سيمو نه د کانګو وائرس مريضان راوړل شوي وو۔
د هسپتال انتظاميې ترمخه د کانګو وائرس مريضان آئسوليشن وارډونو کښې ساتلې شوي چرته چې علاج روان دې۔
د انتظامیې په وینا دوه ناروغان د کرم ضلعې، یو د پېښور او یو د افغانستان څخه تعلق لري.
د یادونې ده چې په د خیبر پښتونخوا په بیلا بیلو سیمو او قبایلي سیمو کښې نن سبا د ډینګي ماشي کیسونه هم مخې ته راغلي دي او یو شمیر ځای کسان د ډینګې تبې ناروغې څخه اغیزمن شوي دي.
ځایی خلقو او د خیر ښیګړې تنظیمونو مشرانو غوښتنه کړې ده چې د صحت چارواکي او ادارې دې چمتو شي چې خلق ددې خطرناکې ناروغې څخه وژغوري او ددوی وایرس په اړه دې ګامونه پورته کړې چې د ډینګي ماشي مخه ونیول شي.