افغانستان څخه د حاجيانو د ليږد بهير روان دى

د وزارت په خبره، تر دې مهاله ۵۱۰۱ افغان حاجیان د حج د فریضې د ادا کولو په هدف د یادو هوايي ډګرونو له لارې په څو الوتنو کې سعودي عربستان ته لېږدول شوي او پاتې نور به هم په ټاکلي وخت ولېږل شي.
(2022 / 6 / 21 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت وايي، د کابل، هرات، کندهار او مزارشریف نړیوالو هوايي ډګرونو له لارې سعودي عربستان ته د افغان حاجیانو د لېږد بهیر روان دی.