اسراییل وایي په سیمه کې د ایران د مخنیوي لپاره ځانګړی دفاعي پلان لري
اسراییل وایي په سیمه کې د ایران د مخنیوي لپاره ځانګړی دفاعي پلان لري
اسراییل وایي اوس هڅه کوي له عربي او نورو هېوادونو سره ددغه پلان پر پراختیا کار وکړي څو وکړی شي په ګډه د ایران د احتمالي توغندیزو بریدونو مخنیوی وکړي.
(2022 / 6 / 21 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
اسراییل وایي په سیمه کې د ایران د مخنیوي لپاره ځانګړی دفاعي پلان لري.
د اسراییلو ددفاع وزیر ویلي چې له تېر کال راهیسې یې په ازمویښتي توګه د منځني ختيځ هوایي دفاع په نامه یو دفاعي پلان پيل کړی دی چې په دې لړ کې یې پر منځني ختيځ د ایران د ګڼو بریدونو مخنیوی کړی دی.
اسراییل وایي اوس هڅه کوي له عربي او نورو هېوادونو سره ددغه پلان پر پراختیا کار وکړي څو وکړی شي په ګډه د ایران د احتمالي توغندیزو بریدونو مخنیوی وکړي.
اسراییلو یو ځل بیا پر امریکا غږ کړی چې په سیمه کې دې د ایران پر ضد د یوه ستر نظامي ایتلاف مشري او ملاتړ وکړي.