ازبکستان د افغانستان پۀ اړه د نړۍ د مشرانو کنفرانس جوړوي

ازبکستان د افغانستان پۀ اړه د نړۍ د مشرانو کنفرانس جوړوي
افغان لوري ته هم په دې کنفرانس کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده او ټاکل شوې چې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او ورسره مل پلاوی به په دې کنفرانس کې ګډون کوي.
(2022 / 6 / 21 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
ازبکستان د افغانستان په اړه د یوه نړیوال کنفرانس کوربه توب کوي.
د ازبکستان د ملي امنیت سلاکار عبدالعزیز کاملوف رسنیو ته ویلي چې غواړي په افغانستان کې روانې ستونزې حل شي له همدې امله په نړیواله کچه د افغانستان لپاره د یوه کنفرانس کوربه توب کوي.
نوموړي ویلي په دې کنفرانس کې به د سیمې د هېوادونو لوړپوړي چارواکي او د نړیوالو اداراتو مسوولین ګډون کوي.
افغان لوري ته هم په دې کنفرانس کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده او ټاکل شوې چې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او ورسره مل پلاوی به په دې کنفرانس کې ګډون کوي.
د بهرنیو چارو وزارت هم دغه خبر تایید کړی او وایي دوی له نړۍ سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي او دغه ډول





