د افغانستان فوځ په جوړولو کار روان دې: افغان فوځ سرلښکر

0
186

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان فوځ سرلښکر قاری فصیح الدین بدخشاني یو خبري غونډې ته په وینا کښې ویلي دې چې د افغانستان په فوځ جوړولو مشورې روانې دي.

بدخشاني وایی چې ډیر زر به د افغانستان یو منظمه اردو او ځواک جوړ شي. یاده دې وی چې پرون په رسنیو یو تصویر خپور شوې وو چې د افغانستان فوځ سرلښکر قاري فصیح الدین د خپلو کارمندانو سره د دفاع وزارت په دفتر کرسۍ کښې ناست دې.
دا خبرهم خپور شوې وو چې د فوځ سرلښکر خپله وظیفه په رسمي توګه شروع کړې ده او په دفتر کښې ی ذمه واری ترلاسه کولو نه پس کار پیل کړې دې.

Leave a reply