پاکستان دې سمدستي طالبان تسلیم نه کړي: د امریکا غوښتنه

0
222

باغي ټي وي رپورټ
د واشنګټن نه د آن لاین خبري ایجنسۍ یو خبر خپور شوې چې پکښې لیکل شوي چې د امریکې وزیرخارجه په یو بیان کښې ویلي دي چې پاکستان دې د طالبانو حکومت سمدستي تسلیم نه کړي.

د امریکې وزیر دفاع انټوني بلنکن د کانګرس غونډې ته د پالیسۍ بیان اورولو په موقع انټونی اوویل چې ترڅو طالبانو د نړې غوښتنې نه وي منلي ترهغه پورې دې پاکستان د طالبانو حکومت تسلیم نه کړي.
انټوني ویلي دي چې پاکستان د دهشت ګردې په ضد جنک کښې د امریکا سره مرسته کړې ده، دوی زیاته کړې چې د افغانستان نه د نیټو او امریکا د فوځونو په وتلو کښې روستو والي سره د نقصان ډار وو ځکه امریکا فیصله وکړه چې د افغانستان نه فوځونه اوباسي.
انټونی اوویل چې د افغانستان اولس لپاره د ملګري ملتونو سره خبرې روانې دي او طالبان دې په هیواد کښې د ښځو ، ماشومانو او اقلیتونو حقوق خوندي کړي.
د امریکا وزیر خارجه په طالبانو زور ورکړې چې هغه افغانان چې د افغانستان نه وتل غواړي،دوی ته دې محفوظه لار ورکړې شي.

Leave a reply