ملا برادر ویلي چې پانګوالو لپاره تر ټولو ښۀ امکانات برابروو
ملا برادر ویلي چې پانګوالو لپاره تر ټولو ښۀ امکانات برابروو
د سوداګرۍ وزير نورالدين عزيزي د افغان انوېسټ په پرانيست غونډه کې وويل چې د هېواد د اقتصادي ستونزو د هواري تر ټولو غوره لاره دا ده چې افغانان پخپله لاس په کار شي او هېواد ته صادقانه کار وکړي.
(2022 / 6 / 20 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان ا.ا تېره ورځ په کابل کې د افغان انوېسټ په نوم يو لوی محدودالمسووليت شرکت پرانيست. دا پرانيسته د ا.ا د رييس الوزرا د لومړي مرستيال او د کابينې د اقتصادي کمېسيون مشر ملا برادر وکړه.
برادر ویلي چې سوداګري د اقتصادي ودې لپاره مهمه ده. هغه پر افغان پانګه والو غږ وکړ چې خپلې شتمنۍ هېواد ته را ولېږدوي.
برادر وويل چې ا.ا به پانګوالو ته د پانګونې لپاره تر ټولو غوره امکانات برابر کړي. د معلوماتو پر بنسټ په دغه لوی شرکت کې تر دې مهاله ۱۳ افغان سوداګرو د ۲۵۰ ميليونو ډالرو په ارزښت پانګونه کړې ده. افغان انوېسټ به د کانونو د استخراج، انرژۍ، کرنې او رغونې په برخو کې پانګونه کوي.
د سوداګرۍ وزير نورالدين عزيزي د افغان انوېسټ په پرانيست غونډه کې وويل چې د هېواد د اقتصادي ستونزو د هواري تر ټولو غوره لاره دا ده چې افغانان پخپله لاس په کار شي او هېواد ته صادقانه کار وکړي.