ذ،م ویلي چې هېڅوک لۀ ثبوت پرته پر پخوانیو چارواکو د فساد دعوه نشي کولی
ذ،م ویلي چې هېڅوک لۀ ثبوت پرته پر پخوانیو چارواکو د فساد دعوه نشي کولی
د افغانستان د ا.ا مرکزي وياند ذبيح الله مجاهد ويلي هيڅوک پر پخوانيو چارواکو مستقيمه ادعا نه شي کولی بلکې د ادعاوو په صورت کې بايد له اشخاصو سره د اړيکو کمېسيون ته مراجعه وکړي.
(2022 / 6 / 20 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان ا.ا وايي، د پخواني حکومت چارواکي له اشخاصو سره د اړيکو کمېسیون په اعتبار هيواد ته را ستانه شوي او هيڅوک نه شي کولی چې ستونزې ورته جوړې کړې.
چارواکي وايي، که څوک پر يادو کسانو د فساد ادعاوې لري نو له اشخاصو سره د اړيکو کمېسيون ته دې مراجعه وکړي.
د افغانستان د ا.ا مرکزي وياند ذبيح الله مجاهد ويلي هيڅوک پر پخوانيو چارواکو مستقيمه ادعا نه شي کولی بلکې د ادعاوو په صورت کې بايد له اشخاصو سره د اړيکو کمېسيون ته مراجعه وکړي.
له اشخاصو سره د اړيکو کمېسيون وايي، د کار له پيله تر اوسه يې د پخواني حکومت شاوخوا ۱۰۰ چارواکي را ستانه کړي دي.
په مشهورو را ستنو شويو چارواکو کې د پوهنې، حج او اوقافو او مخابراتو پخواني وزيران شامل دي.