د کراچۍ پولیس افسر د بینظیر قتل په اړه مهم انکشاف کړې دې

باغی ټي وي رپورټ
د سندهـ د پوليسو پخواني جګپوړي افسر راو انوار د پخوانۍ لومړۍ وزيرې بې نظير بوټو د وژنې د پلټنو په اړه مهم انکشافات کړي دي.
د سينئر خبريال او شنونکي مظهر عباس په وينا، راو انوار د خبرو پر مهال څرګنده کړه، چې هغه د بېنظير بهټو د وژنې د مقدمې په اړه د جي آئي ټي رپورټ د هغه وخت د کورنيو چارو د وزير رحمان ملک تر فشار لاندې لاسليک کړی وو او په ما فشار اچول شوې وو چې بايد د بینظیر په قتل کښې پروېز مشرف پکې شامل کړې شي.
د مظهر عباس په وینا، راؤ انوار وویل، “ما له لاسلیک کولو انکار وکړ ځکه چې ما ورته اوویل چې زه د پرویز مشرف د دریځ له اخستول پرته سند نه شم لاسلیک کولی او دا خبره مې رحمان ملک ته وکړه.”
راو انوار وويل، “زما او د پوليس افسر بن يامين نومونه په 2010 کې د بېنظير په جے آئي ټي کې شامل شوي وو او زه نه پوهيږم چې زما نوم ولې دومره ناوخته شامل شو، خو زما د بینظیر بهټو دې غمجنې پېښې په حواله د پام وړ شکونه موجود وو،” بېنظیر سره دوه بلیک بیري موبایل فونونه وو کوم چې جے آئي ټي ته درې کالو کښې و نه سپارل شول.
پخواني ايس ايس پي راؤ انوار مظهر عباس ته وويل اوس چې د مشرف د خراب صحت په اړه خبرونه مخې ته راځي او ويل کيږي چې هغه د ژوند او مرګ په کشمکش کې دی نو زه غواړم چې په ريکارډ دا خبره وکړه چې ماته د بېنظير بهټو په وژنه کې د پرويز مشرف رول په نظر را نغلو او کله چې په دې اړه ثبوتونه اوغوښتل شو نو دا ثبوتونه هم و نه موندل شول. هغه وایی چې کله چې زما څخه د جے آئي ټي د لاسلیک کولو غوښتنه وشوه نو ما انکار وکړو.






