د ایران حکومت افغانستان کې د ټولشموله حکومت جوړېدو غوښتنه کړې ده

د ایران حکومت افغانستان کې د ټولشموله حکومت جوړېدو غوښتنه کړې ده
قالیباف همدارنګه په افغانستان کې د امنیت ټینګښت مهم وباله، خو ویې ویل چې په افغانستان کې د ترهګرو او مخدره موادو پر ضد مبارزه اړینه ده.
(2022 / 6 / 17 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ایران د پارلمان مشر باقر قالیباف پرون په تهران کې د ترکمنستان له ولسمشر سردار بردي محمدوف سره وکتل او په افغانستان کې یې د یوه ټولګډونه حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړه.
قالیباف همدارنګه په افغانستان کې د امنیت ټینګښت مهم وباله، خو ویې ویل چې په افغانستان کې د ترهګرو او مخدره موادو پر ضد مبارزه اړینه ده.
تر دې مخکې د يو شمېر نورو ګاونډيو او نړيوالو هېوادونو بېلابېلو مشرانو هم له طالبانو د ټولګډونه حکومت د جوړېدو غوښتنې کړي دي.






