عمران خان څخه وکیلانو سختې پوښتنې وکړې
باغی ټي وي رپورټ
د اسلام اباد بار کونسل په پروګرام کې وکیلانو د پخواني وزیراعظم عمران خان نه سختې پوښتنې وکړې.
وکيلانو اوويل چې د عدم اعتماد تحريک راوستل آئيني لاره وه خو ولې سپيکر او ډپټي سپيکر په دې قانون د عمل درآمد کولو اجازت نه ورکولو.
د اسلام آباد بار کونسل غړي عليم عباسي وويل دلته وکيلان ناست دي نه د پي ټي آئي کارکنان، عمران خان دې ځواب ورکړي.
د اسلام اباد بار کونسل ايګزيکټيو کمېټۍ چيئرمېن عليم عباسي نن اسلام آباد هائي کورټ کښې د عمران خان په موجودګۍ کښې د بار وکيلانو نه پوښتنه وکړه چې د عدم اعتماد تحريک په مهال ستاسو په کردار مونږ ټول افسوس کوو، هغوی اوویل چې بې اعتمادي يو آئيني عمل وو.
ده ووئيل چې د عدم اعتماد تحريك په مهال ستاسو سپيكر او ډپټې سپيكر كوم کردار ادا كړے د دې ټول ولس شاهد دے٬ د پوښتنو ځوابونه هم وركړئ۔
هغوی دا هم اوویل چې تاسو باید د وکیلانو پوښتنو ته هم ځواب اووایی چې ستاسو د ګوند ګورنر او د ملک صدر له اساسي قانون سره څه کوي؟ د خپلې واکمنۍ په وروستیو ورځو کې مو د هېواد له اقتصاد سره څه وکړل؟ باید ددې نه مو هم خبر کړې.
بلخوا د پنجاب وزيراعلي حمزه شهباز يو بيان کښې وئيلي دي چې دانيال عزيز ته دې غوره طبي سهولتونه ورکړے شي۔
حمزه شهباز په ټرافيکي پيښه کښې د يو کس په مړينه د افسوس څرګندونه کړې او د کمشنر ګوجرانواله ډويژن او آر پي او نه ئي رپورټ غوښتې دې۔