عمران خان په ټول ملک کښې د احتجاجونو اعلان وکړو

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) مشر عمران خان د یکشنبې په ورځ په ټول هیواد کې د مظاهرو غږ وکړ او ویې ویل که خلک له خپلو کورونو نه ووځي نو ګراني به نوره هم زیاته شي.
عمران خان په یوه ویډیويي بیان کې ویلي چې دی به د یکشنبې په ورځ وینا وکړي. عمران خان د وینا د ټکي په بیانولو سره وویل چې د یکشنبې په ورځ به له حکومت څخه پوښتنه وکړي چې دوی چې هیواد نه شي ساتلي نو بیا ی سازش ولې کولو؟
هغه وويل چې په خپلو خبرو کې به په دې اړه د عمل پلان وړاندې کړي چې ملت به له دغه حالت سره څنګه مقابله وکړي.






